ولې مسلخ ځانګړی دی

September 03, 2026 · 1405/06/12
Ewaz khan
26
1 min

د غوښي او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت مشرتابه د دوماس لبنیاتي شرکت له فابریکې څخه لیدنه!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست دمسلخ امارتي شرکت رئیس قاري رحمت الله "عباس" او مل پلاوي ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «دوماس» لبنیاتي شرکت له فابریکې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د لبنیاتو د تولید او پروسس بهیر، عصري ماشینرۍ، تولیدي کرښې، د کیفیت د کنټرول سیستمونه، د محصولاتو د بسته‌بندۍ چارې او د لبنیاتو په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه شول.

د دوماس لبنیاتي شرکت د عصري او اتوماتیکو تجهیزاتو په کارولو سره د بېلابېلو لبنیاتي محصولاتو د تولید په برخه کې فعالیت لري.

د مسلخ امارتي شرکت مشرتابه دغه ډول مسلکي لیدنې د تجربو د تبادلې، د عصري ټکنالوژۍ د پېژندنې او د هېواد د لبنیاتي صنعت د لا پرمختګ لپاره مهمې وبللې.

#مسلخ_امارتي_شرکت #دوماس_لبنیاتي_فابریکه #لبنیات #عصري_ټکنالوژي#