د کابل ښاریانو لپاره خبرتیا!
د کابل ښاریانو لپاره خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مسلخ امارتي شرکت د کابل محترمو ښاریانو ته خبر ورکوي چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې یو شمېر قصابان د خرو، اسونو او مردارې غوښې د پلور او عرضه کولو په تړاو نیول شوي دي.
له همدې امله، له ټولو درنو کابل ښاریانو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې د غوښې د پېرلو پر مهال لازم دقت وکړي او یوازې هغه غوښه وپېري چې د مسلخ امارتي شرکت له لوري معاینه او د شرکت په رسمي لیبل/نښه سمبال شوې وي.
هغه غوښه چې د مسلخ امارتي شرکت رسمي لیبل پرې لګېدلی وي، د اړوندو روغتیايي او وترنري معیارونو له مخې معاینه شوې او د مصرف لپاره تأیید شوې ده.
ښاریان دې له هغو غوښو څخه چې رسمي لیبل ونه لري یا یې کیفیت او سرچینه مشکوکه وي، په کلکه ډډه وکړي او د داسې مواردو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلو ادارو سره اړیکه ونیسي.
د مسلخ امارتي شرکت د کابل د ټولو اوسېدونکو د روغتیا ساتنه خپل مهم مسؤولیت ګڼي او له ښاریانو څخه د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کوي.
اړیکه: 93202304456+
ــــــــــــــــــــــــــــــ
اطلاعیه برای شهروندان کابل!
ریاست عمومی شرکت های امارتی شرکت امارتي مسلخ به شهروندان محترم کابل اطلاع میدهد که در برخی از مناطق شهر کابل، شماری از قصابان به اتهام فروش و عرضه گوشت الاغ، اسپ و گوشت حیوانات مرده بازداشت شدهاند.
بنابراین، از تمامی شهروندان محترم کابل جداً تقاضا میگردد که هنگام خرید گوشت، دقت لازم را به خرج داده و صرفاً گوشتی را خریداری نمایند که توسط شرکت امارتي مسلخ معاینه و با لیبل/نشان رسمی شرکت تأیید شده باشد.
گوشتی که دارای لیبل رسمی شرکت امارتي مسلخ باشد، مطابق معیارهای صحی و وترنری مربوطه مورد معاینه قرار گرفته و برای مصرف تأیید شده است.
شهروندان محترم از خرید و مصرف گوشتهایی که فاقد لیبل رسمی بوده و یا کیفیت و منبع آن مشکوک باشد، جداً خودداری کنید.
شرکت امارتي مسلخ، حفظ سلامت شهروندان کابل را از مسئولیتهای مهم خویش دانسته و از همکاری و توجه همه شهروندان محترم سپاسگزار است.
تماس: 93202304456+