د کابل ښاریانو او قصابانو لپاره خبرتیا!
د کابل ښاریانو او قصابانو لپاره خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مسلخ امارتي شرکت او د ښاروالی د کمیسیون له لوري د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د قصابانو او د غوښې د پلورنځیو څخه هره ورځ منظمه څارنه او نظارت ترسره کېږي.
د دې څارنې موخه دا ده چې په بازارونو، هټیو او کوڅو کې د څارویو له خودسرانه او غیرمجاز حلالولو څخه مخنیوی وشي او د کابل ښار اوسېدونکو ته د پاکې، صحي او د کیفیت له پلوه معیاري غوښې د برابرولو زمینه مساعده شي.
د مسلخ امارتي شرکت کمیسیون هڅه کوي چې د حلالولو پروسه د شرعي، صحي او مسلکي اصولو له مخې ترسره شي او له هغو مواردو څخه مخنیوی وشي چې د ښاریانو روغتیا او د غوښې کیفیت ته زیان رسولای شي.
له ټولو محترمو ښاریانو او قصابانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې خپل مالونه د حلالولو لپاره مسلخ امارتي شرکت ته راوړي او له دې څخه ډډه وکړي چې څاروي په بازارونو، کوڅو او نورو غیرمجازو ځایونو کې په خپل سر حلال کړي.
همدارنګه له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کېږي چې د غوښې د اخیستلو پر مهال د غوښې روغتیايي وضعیت، د صحت مهر او د مسلخ امارتي شرکت رسمي لیبل او نښه په پام کې ونیسي او له هغو غوښو څخه ډډه وکړي چې د رسمي څارنې او روغتیايي تأیید نښې ونه لري.
د مسلخ امارتي شرکت د کمیسیون ورځنۍ څارنه د دې لپاره ده چې د ښار په بازارونو کې د غیرمجازې حلالې، غیر صحي غوښې او د څارویو د خودسرانه حلالولو مخه ونیول شي.
موږ له ټولو قصابانو، د غوښې پلورونکو او درنو ښاریانو څخه هیله کوو چې د روغتیايي اصولو مراعاتولو، د قانوني مقرراتو رعایت او د سالمې غوښې د برابرولو په برخه کې له مسلخ امارتي شرکت سره همکاري وکړي.
مسلخ امارتي شرکت — د سالمې او باکیفیته غوښې د برابرولو مرکز.
آدرس: مکروریان څلورلاري
اړیکه: 0202304456
ـــــــــــــــــــــــــــــ
اطلاعیه برای باشندگان کابل و قصابان!
ریاست عمومی شرکتهای امارتی، از طریق کمیسیون شرکت امارتی مسلخ و شاروالی، در بخشهای مختلف شهر کابل، همهروزه از قصابان و فروشگاههای گوشت بهگونه منظم نظارت و بازرسی انجام میدهد.
هدف از این نظارت، جلوگیری از ذبح خودسرانه و غیرمجاز حیوانات در بازارها، دکانها و کوچهها و فراهمسازی زمینه برای عرضه گوشت پاک، صحی و معیاری از لحاظ کیفیت به باشندگان شهر کابل میباشد.
کمیسیون شرکت امارتی مسلخ تلاش مینماید تا روند ذبح مطابق اصول شرعی، صحی و مسلکی انجام شود و از مواردی که میتواند به صحت شهروندان و کیفیت گوشت آسیب برساند، جلوگیری گردد.
از تمام باشندگان محترم و قصابان گرامی با احترام تقاضا میشود که مواشی خویش را برای ذبح به شرکت امارتی مسلخ انتقال داده و از ذبح خودسرانه حیوانات در بازارها، کوچهها و سایر مکانهای غیرمجاز خودداری نمایند.
همچنان از شهروندان محترم تقاضا میشود هنگام خرید گوشت، وضعیت صحی گوشت، مهر صحت و لیبل و نشان رسمی شرکت امارتی مسلخ را مورد توجه قرار دهند و از خرید گوشتی که فاقد نشانههای نظارت رسمی و تأیید صحی باشد، خودداری نمایند.
نظارت روزانه کمیسیون شرکت امارتی مسلخ بهمنظور جلوگیری از ذبح غیرمجاز، عرضه گوشت غیرصحی و ذبح خودسرانه حیوانات در بازارهای شهر انجام میشود.
ما از تمام قصابان، فروشندگان گوشت و شهروندان محترم تقاضا میکنیم تا در رعایت اصول صحی، مقررات قانونی و فراهمسازی گوشت سالم، با شرکت امارتی مسلخ همکاری نمایند.
شرکت امارتی مسلخ — مرکز عرضه گوشت سالم و باکیفیت
آدرس: چهارراهی مکروریان
شماره تماس: 0202304456